ایران وایي هڅه کوي ژر تر ژره د افغانستان او ایران ترمنځ ستراتيژیک تړون نهايي او لاسلیک شي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي چې تازه افغانستان ته راغلی و وايي، ایران او افغانستان په خپلو کې نږدې اړیکې لري او ددغه اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره به ژر تر ژره ستراتيژيک تړون لاسلیک کړي. هغه په خپله یوه مرکه کې ویلي ایران او افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په توګه له یو بل ځینې هیلې او اندېښنې لري چې ددې تړون په لاسلیک سره به دغه اندېښنې رفع کړل شي. عراقچي یو ځل بیا ویلي چې له کابل سره ښې اړیکې غواړي او په دې لټه کې دي چې وکړی شي د افغانستان د سولې په پروسه کې مثبت او رغنده رول ترسره کړي.
































