په ایران کې د یوه خبریال د اعدام له امله دغه هېواد د نړیوالو له فشارونو سره مخ شوی دی. تازه د اروپايي ټولنې ګڼو هېوادونو د روح الله زم اعدام وحشیانه عمل بللی دی. د فرانسې حکومت وایي چې د ایران دغه وحشیانه کړنه غندي او هغه د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف عمل بولي. بلخوا اروپايي ټولنې له ایران سره د یوه درې ورځنې اقتصادي کنفرانس ترسره کېدل هم لغوه کړي دي. اروپايي ټولنې ویلي چې د وروستیو تحولاتو او فشارونو له امله له ایران سره دغه مهمه اقتصادي غونډه لغوه شوې ده. ایران څو ورځې وړاندې یو خبریال په دې تور اعدام کړ چې ګواکي پر انټرنېټ یې خپاره کړو مطالبو لاریونونه رامنځ ته کړي وو او دا حکومت ته خیانت بلل کېږي.
































