برېتانیا د خپلو پخوانیو همکارانو د امنیت په خوندیتوب کې بې پروايي کوي. ډیلي مېل ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې برېتانیا په افغانستان کې د خپلو نږدې ۶۰۰ پخوانیو افغان همکارانو د ژوند د خوندیتوب او امکاناتو برابرولو په برخه کې بې پروايي کوي. ورځپاڼه وایي دا تر ډيره هغه کسان دي چې له برېتانوي ځواکونو سره یې د ژباړن او همکار په توګه دنده ترسره کړې ده خو دمګړی تر جدي ګواښ لاندې دي. سرچینه کاږي دغه کسان شکایت کوي چې برېتانیايي چارواکو ددوی د څارنې او اسنادو د کتنې پروسه ډېره پېچلې کړې ده نو له همدې امله ددوی ګڼ ملګري وژل شوي دي او برېتانیا تر دې دمه د لسګونه افغان ژباړنو او همکارانو د ژوند د خوندیتوب او یا هم برېتانیا ته ددوی د لېږلو لپاره هېڅ راز همکاري نه ده کړې.
































