طالبانو ویلي چې که چېرته د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر جو بایډن له هوکړې سره سم خپل پوځیان تر راتلونکې مې میاشتې پورې له افغانستان څخه ونه باسي نو دوی به بېرته پر نړیوالو ځواکونو خپل بریدونه پیل کړي. دوو لوړپوړو طالبانو د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه ښودو په شرط رسنیو سره خبرو کې ویلي، دوی هیله لري چې د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر د ټرمپ د ادارې له پلان سره سم د خپلو پوځیانو ایستلو ته دوام ورکړي. بلخوا امریکایي څېړونکي وایي، داسې ښکاري چې بایډن به د ځواکونو ایستلو ته دوام ورکړي خو د دوی په باور بایډن تر وخت مخکې اقدام نه کوي او په بشپړه توګه د امریکایي ځواکونو له وتلو سره هم موافق نه دی. څېړونکي زیاتوي، دا چې بایډن په خپل پخواني دریځ ولاړ دی او کنه بدل شوی دی دا هغه پوښتنه ده چې وخت به یې ځواب کړي.
































