سره له دې چې د شمېرو له مخې بایډن تر ټرمپ مخکې و خو الکټرال کالج په رسمي توګه هغه د ۳۰۶ الکټرال کالج رایو په ګټلو د امریکا منتخب ولسمشر اعلان کړ. ټاکل شوې چې د راتلونکې میلادي میاشتې په شلمه نېټه په سپینه ماڼۍ کې د بایډن د لوړې مراسم ترسره شي او تر هغه وروسته به دی د امریکا د ولسمشر په توګه دنده پیلوي. بایډن داسې مهال د الکټرال کالج له لوري ګټونکی اعلانېږي چې ټرمپ یې لا هم ناکامي نه مني او په محاکمو کې د ځینو ایالتونو د رایو بیا شمېرنې لپاره شکایتونه ثبتوي، چې ډېری یې بې پایلې دي.
































