وسله وال طالبان وایي تمه لري چې ددوحې هوکړه په بشپړه توګه عملي کړل شي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي چې د دوحې هوکړې د عملي کولو په لار کې دې خنډونه نه جوړېږي بلکې اوسني خنډونه هم باید له منځه یوړل شي. نوموړي د هغو دوو طالب چارواکو د څرګندونو په اړه چې ویلي یې وو که امریکایي ځواکونه له افغانستان نه وځي نو دوی به پر بهرنیو ځواکونو بریدونه له سره پیلوي، څه نه دي ویلي خو ټینګار کوي چې باید د دوحې هوکړه عملي شي، ځکه د طالبانو او امریکا په ګټه ده. تېره ورځ دوو طالب سرچینو ویلي وو چې بایډن هم باید د سولې هوکړې ته ژمن پاتې شي او که داسې و نه کړي نو دوی به پر بهرنیو سرتېرو خپل بریدونه له سره پيل کړي.
































