د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې له ترکیې سره یې په ځلونو له روسیې د ایس ۴۰۰ دفاعي سیستم د نه پېرلو په تړاو خبرې وکړې خو بې پایلې وې نو اوس دوی اړ شوي چې پر دغه هېواد بندیزونه وضع کړي. د مایک پمپیو په خبره دا بندیزونه به تر ډېره د ترکیې دفاعي برخه، د وسلو او نظامي قطعاتو تامینوونکې او تولیدوونکې څانګې او نورې نظامي برخې اغېزمنې کړي. ترکیه او امریکا دواړه د ناټو غړي هېوادونه دي خو امریکا وایي چې د ترکیې دغه اقدام به د ناټو نورو غړو هېوادونو ته امنیتي خنډونه جوړ کړي. ترکیې تر اوسه د امریکا پر بندیزونو غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې یې د دفاعي سیستم پېرل خپل حق بللی و او په وینا یې له دې پرېکړې یې نه په شا کېږي.
































