د پاکستان د پوځ مطبوعاتي برخې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او همدا راز په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر د پاکستاني پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره کتلي دي. په دې لیدنه کې په سیمه کې پر روان وضعیت، د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت او همدا راز افغان سولې خبرې شوې دي. پاکستان په دې لیدنه کې له امریکا سره ژمنه کړې ده چې له افغان سولې سره به بشپړې همکارۍ ته ادامه ورکوي او ددې تمه لري چې په افغانستان کې روانه جګړه ژر تر ژره د خبرو له لارې پای ته ورسېږي. ټاکل شوې چې خلیلزاد تر پاکستان وروسته افغانستان ته راشي او دلته له افغان چارواکو سره لیده کاته ولري.
































