په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني عسکرو له لوري د یوه ملکي وګړي د وژل کېدو په غبرګون کې لاریون پيل شوی دی. د دغه لاریون ګډونوال وایي دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني پوځیان په غیر قانوني توګه هلته بې ګناه ملکي وګړي په نښه کوي. ددوی په خبره پاکستاني عسکرو تېره ورځ یو ملکي وګړی د تالاشۍ پر مهال وژل دی چې اوس یې ددې پېښې په غبرګون کې لاریون کړی دی. مدني فعالان او د سیمې اوسېدونکي وایي چې د پاکستاني پوځ له ظلمونو ستړي شوي دي او باید نړیوال یې غږ واوري. د پښتونخوا په ملي اسامبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي ویلي دا لومړی نه دی چې پاکستاني عسکر دغه ډول نارواوې او ظلمونه کوي نو له همدې امله خلک ستړي شوي او د ظلمونو د پای ته رسېدو غوښتنه کوي.
































