ولسمشر غني وایي، طالبانو له افغان امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې ماتې خوړلې ده او اوس یې پر ملکي وګړو او عامه تاسیساتو بریدونه پیل کړي دي چې تازه جنایت یې د کابل پر مرستیال والي محبوب الله محبي ترهګریز برید دی. ولسمشر غني د نوموړي وژل کېدل په کلکو ټکو غندلي او زیاته کړې یې ده چې طالبان د افغان ولس، حکومت او نړیوالې ټولنې د دایمي اوربند غوښتنې په نه منلو او د دوحې له تړون وروسته په لویو لارو او ښارونو کې پر ملکي وګړو او عامه تاسیساتو د زیاتو شویو تروریستي بریدونو او چاودنو له مسوولیته خپلې اوږې نشي سپکولی. نوموړي زیاته کړې چې د هیواد کشفي ارګانونو یو شمېر تروریستان له چاودېدونکو توکو او وسلو سره نیولي او د نورو د موندلو او نیولو هڅې هم روانې دي چې د خپلو ناوړه اعمالو په سزا به ورسېږي.
































