په هېواد کې وروستي ډېرېدونکي تاوتریخوالي غبرګونونه پارولي دي. سره له دې چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکراتو شاوخوا درې میاشتې دوام وکړ، خو په کور د ننه یې جګړې کمې نه کړې، بلکې ورځ تر بلې تاوتریخوالی ډېرېږي چې سختې اندېښنې یې پارولې دي. په وروستیو کې د هېواد پلازمېنې کابل په ګډون په ګڼو ولایتونو کې چاودنو، نښتو او هوایي بریدونو زور اخیستی دی. افغان چارواکي بیا طالبان د دې تاوتریخوالي د ډېرېدو لامل بولي، امریکا بیا ټینګار کوي چې اوسنی تاوتریخوالی باید کم کړل شي.
په وروستیو اونیو کې په کابل ښار کې نږدې هره ورځ د مقناطیسي ماین چاودنه کېږي چې خلکو ته مرګ ژوبله اړوي. پرون سهار شاوخوا لس بجې د کابل ښار په زړه کې په تر ټولو امنه سیمه کې د کابل د والي د مرستیال محبوب الله محبي پر موټر د مقناطیسي ماین چاودنه وشوه چې له امله یې دی له خپل سکرتر سره یوځای ووژل شو. په دې پېښه کې یې دوه ساتونکي ټپیان هم شول. بلخوا په غور کې هم د مقناطیسي ماین چاودنې د دغه ولایت د ولایتي شورا مرستیال وژلی او د ولایتي شورا یو بل غړی یې ټپي کړی دی. د دغو پېښو مسوولیت تر دې دمه کومې ډلې نه دی منلی، خو افغان حکومت یې د طالبانو کار بولي.
ولسمشر غني تېره ورځ په یوه اعلامیه کې په هېواد کې ډېرېدونکی تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ وباله او په خبره یې، د افغانانو د وژنې او چاودنو مسوول وسله وال طالبان دي. د ولسمشر غني په خبره، طالبان د افغان وژنې له مسوولیت ځان نه شي سپکولی؛ ځکه د سولې پر ځای یې پر جګړې تمرکز ډېر دی. ولسمشر زیاته کړې چې طالبانو په دې وروستیو کې په مخامخ جګړه کې ماتې خوړلې، نو ځکه یې په ښارونو کې هدفي وژنې او چاودنې پیل کړې دي. ولسمشر غني د کابل د مرستیال والي وژل کېدل په کلکو ټکو غندلي او زیاته کړې یې ده چې طالبان د افغان ولس، حکومت او نړیوالې ټولنې د دایمي اوربند غوښتنې په نه منلو او د دوحې له تړون وروسته په لویو لارو او ښارونو کې پر ملکي وګړو او عامه تاسیساتو د زیاتو شویو ترهګریزو بریدونو او چاودنو له مسوولیته خپلې اوږې نه شي سپکولی.
ولسمشر همدا راز په هېواد کې د روان تاوتریخوالي په تړاو خپلې اندېښنې د امریکا د استازو له جرګې سره هم شریکې کړې دي. نوموړي وړمه ورځ ناوخته له نانسي پلوسي سره په ویډيويي کنفرانس کې په افغانستان کې اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ بللی او دلته یې د اوربند پر راتګ او دایمي سولې ټینګار کړی دی.
له دې سره جوخت د ملي مصالحې عالي شورا رییس هم وروستی تاوتریخوالی د سولې په لار کې د خنډ جوړولو په مانا بولي. د ده په خبره، د تاوتریخوالي ډېرول د سولې له پروسې سره ښکاره دښمني ده. هغه په کابل کې پروني برید ته په اشارې ویلي، له دې ښکاري چې ترهګرې ډلې په هېواد کې له سوله ییزو لارو د روان بحران ختمول نه غواړي. د ډاکټر عبدالله عبدالله په خبر ه ((ترهګر غواړي خلک ووېروي، غواړي له سوله ییزو لارو دلته روان بحران ختم نه شي، دوی په دې توګه خلک نه شي وېرولی او ولس به ارو مرو سوله غواړي)).
بلخوا د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د جدي اندېښنې وړ بللې ده. زلمي خلیلزاد پاکستان ته تر سفر مخکې ویلي چې د سولې د مذاکراتو په لار کې باید هېڅ راز خنډ جوړ نه شي، مذاکرات دې بېرته په ټاکلې نېټه پيل شي او دغه راز دې د اوسني تاوتریخوالي کچه ژر تر ژره ټيټه کړل شي. د ده په خبره، تاوتریخوالی په دې وروستیو کې ډېر شوی چې د جدي اندېښنې وړ دی، نو ځکه طالبانو او حکومت دواړو ته په کار ده چې تاوتریخوالی کم کړي او مذاکرات چټک کړي.
د تاوتریخوالي د ډېرېدو په تړاو داسې مهال اندېښنې راولاړېږي چې په دې وروستیو کې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې جګړې روانې دي، کابل کې نا امني او چاودنې ډېرې شوې دي او عام افغانان بیا تمه لري چې ژر تر ژره دلته جګړه پای ته ورسېږي او د سولې خبرې پایلې ولري.
































