افغان حکومت د روان وضعیت په اړه خپلې اندېښنې او غوښتنې له ملګرو ملتونو سره شریکې کړې دي. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني تېره شپه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازې دیبورا لاینس سره کتلي او له هغه سره یې پر بېلو مسایلو بحث کړی دی. په اعلامیه کې راځي چې په دې کتنه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت، د تاوتریخوالي اوج او سولې پر مذاکراتو بحثونه شوي دي. ولسمشر غني ویلي چې افغان حکومت د سولې په تړاو نړیواله او سیمه ییزه اجماع پیاوړې کړه خو اوس د ملګرو ملتونو مسوولیت دی چې دلته د تاوتریخوالي په کمولو او جګړو په ختمولو کې اغېزناک رول و لوبوي. د ملګرو ملتونو استازې هم په دې لیدنه کې دوحې ته د خپل وروستي سفر په اړه معلومات ورکړي دي او په هېواد کې روان تاوتریخوالی یې د اندېښنې وړ بللی دی. نوموړې هیله څرګنده کړې چې ژر تر ژره په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه ټیټه شي او دایمي سولې ته لار هواره شي.
































