د امریکا سیاسي تحولاتو او ځینو بې پرواییو د افغانستان وضعیت پېچلی کړی دی. د امریکا د وېلسن نړیوال څېړنیز مرکز غړی مایکل کوګلمن وایي په افغانستان کې اوسنی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی. هغه په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې په امریکا کې سیاسي تحولاتو او د امریکايي حکومت ځينو بې پرواییو د افغانستان وضعیت پېچلی کړی دی او هلته اوسنۍ جګړه د جدي اندېښنې وړ ده. کوګلمن وايي دا سمه ده چې افغان جګړه باید د خبرو له لارې ختمه کړل شي خو له خبرو سره هممهاله تاوتریخوالی هم د اندېښنې وړ دی. هغه بې وخت د سرتېرو ایستل هم اندېښمنوونکې مسئله ګڼلې او تمه یې ښودلې چې ژر تر ژره د امریکا حکومت وکړی شي په افغانستان کې روان وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.
































