امریکایي رسنیو ته د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون یو ۱۶ مخیز سند په لاس ورغلی چې په هغه کې د ځینو ګواښونو او خطرونو یادونه شوې ده. پنټاګون ویلي چې په امریکا او ځينو نورو هېوادونو کې یې نظامي اډې د سایبري او نورو مستقیمو بریدونو له خطر سره مخ دي. پنټاګون خپلو نظامي چارواکو ته خبرداری ورکړی چې هر څه وڅاري او د احتمالي خطرونو دفع کولو ته تیار وي. تر دې څو ورځې وړاندې هم د امریکا پر ګڼو مهمو معلوماتو او استخباراتي ادارو سایبري بریدونه شوي دي چې ویل کېږي پر وخت یې مخه نیول شوې ده. د امریکا حکومت وایي ځينې کړۍ غواړي به امریکا کې لاریونونو او ناندریو ته لمن ووهي نو ځکه ددغه ډول بریدونو هڅه کوي.
































