پاکستان وایي هڅه کوي چې افغانستان د سولې او ثبات یوه دایمي توافق ته ورسېږي. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په تازه څرګندونو کې ویلي چې د طالبانو د قطر دفتر یوه پلاوي د ملا برادر په مشرۍ اسلام اباد ته سفر کړی دی. هغه وايي دا سفر د پاکستان د هغو سیاستونو برخه ده چې له مخې یې غواړي په افغانستان کې دایمي سوله راشي او روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي. محمد صادق دغه راز وایي چې په دې سفر کې به ملا برادر د بهرنیو چارو له وزیر محمود قریشي او دغه راز د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره وګوري. طالب پلاوي پرون پاکستان ته سفر کړی دی او دغه سفر به د ډسمبر تر اتلسمې نېټې پورې دوام کوي. پاکستان ته د طالب پلاوي سفر په ټولنیزو رسنیو کې له غبرګون سره هم مخ شوی او عام افغانان وایي چې طالبان دې له دوحې د اسلام اباد پر ځای کابل ته سفر وکړي او دلته دې له افغان حکومت سره د جګړې پر ختمولو او سولې راوستلو بحثونه ولري.
































