ولسمشر غني ویلي چې د کرونا د دویمې څپې پر مهال دې د عامې روغتیا، روغتیایي مرکزونو او مرستندویه موسساتو ترمنځ همغږي ډېره شي. ولسمشر نن په ارګ کې د کرونا وبا د کنټرول په تړاو په جوړه شوې غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې هېواد د کرونا وبا له دویمې څپې سره مخ دی او د عامې روغتیا وزارت مکلف دی چې له دې خطر یو واضح تصویر ولري. دده په وینا عامې روغتیا وزارت دې ژر تر ژره د کرونا د ناروغانو لپاره د ځانګړو شوو روغتونونو ستونزې حل کړي او تر څنګ یې دې په پراخه پیمانه د اکسیجن د تولید لپاره هڅې ډېرې کړي. هغه همدا راز په هېواد کې د روغتیا په برخه کې د مرستندویه موسسو او نورو نړیوالو ادارو له مشرانو غوښتي چې له افغان حکومت سره خپله همغږي ډېره کړي او په دې سختو شرایطو کې دې د ستونزو په کمولو کې خپلې هڅې نه سپموي.
































