د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویاند ویلي چې په افغانستان کې تر ۲.۵ میلیونه ډېر ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي. فریدون ارین له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې افغانستان له دغه ګواښ سره د مبارزې لپاره ۲۱ میلیون ډالرو ته اړتیا لري. نوموړي زیاته کړې، اوسمهال افغانستان کې ۹۰۰ زره ماشومان په خوارځواکې اخته دي او که چېرته اقدامات ونه شي دا ګواښ ډېرېدلی شي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، د کرونا وبا دویم ځل خپرېدل هم هغه څه دي چې په افغانستان کې یې د یونیسف چارې له خنډونو سره مخ کړې دي.
































