افغان دولت ویلي چې پاکستان ته د طالب پلاوي له سفره خبر وو او دا سفر د پاکستاني چارواکو په بلنه ترسره شوی دی. بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، اسلام اباد ته د طالب پلاوي سفر د سولې پروسې پیاوړتیا لپاره د پاکستان د هڅو یوه برخه ده او دوی هیله لري چې دا سفرونه به د سولې پروسې سره مرسته وکړي. خبرپاڼه کاږي، افغان دولت د افغان ملت برحقه غوښتنې چې ژر تر ژره د تاوتریخوالي کمېدل، اوربند او د خبرو له لارې تلپاتې سولې ته رسېدل دي له پاکستاني چارواکو سره مطرح کړې دي. د یاد وزارت په خبره، دوی هیله لري چې پاکستان ته د طالب پلاوي سفر د دې غوښتنو د تحقق په برخه کې ګټور واقع شي.
































