د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي چې د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې ۳۱ سلنه هدفي وژنې جوړوي. د یاد کمیسیون په خبره، هدفي بریدونه چې هره ورځ له ملکي وګړو قرباني اخلي د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې په دغه ډول بریدونو کې ټولټال ۹۴۵ ولسي وګړي وژل شوي دي. بشري حقونو کمیسیون وایي، په همدې موده کې د هدفي بریدونو قربانیان تر ډېره ښځې، ماشومان، خبریالان، د بشري حقونو فعالان، د دولت د ملکي بنسټونو کارکوونکي او نور هېوادوال وو چې په جګړه کې یې هیڅ ډول برخه نه لرله. یاد کمیسیون پر ملکي وګړو هر ډول بریدونه غندلي او ژر تر ژره یې د بندېدو غوښتنه کړې ده.
































