د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د افغان دولت له مرکچي پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، د سولې د مرکچي پلاوي له تګ مخکې تبصرې کېدلې، چې د پلاوي ترمنځ خپلمنځي اختلافات شته او دا اختلافات به د سولې پروسې دوام له ګواښ سره مخ کړي خو په خبره یې، د دولت مرکچي پلاوي ښه فعالیت د دې سبب شو، چې دا ټول اټکلونه غلط ثابت او د سولې برخه کې هیله مندي زیاته کړي. نوموړي یاد پلاوي ته په خطاب کې ویلي: «تاسو په پوره حوصله مندۍ او یوالي سره په ټولشموله روحیه د افغانستان له دولت او خلکو په ښه توګه استازولي وکړه او ثابته مو کړه، چې د جګړې ختمېدو او د سولې د ټنګښت یواځینۍ لار د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دی». په ورته وخت کې د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي یادې ناستې ته ویلي، په نږدې راتلونکي کې به د سولې د خبرو اترو دویم پړاو او ځای مشخص شي.
































