د راپورونو له مخې وروسته له هغه چې په نړۍ کې د کرونا وبا خپره شوه، نو جرمني د هغو کډوالو د ایستلو لړۍ ودروله چې د پناه غوښتنه یې رد شوې وه. د معلوماتو له مخې دغه هېواد اوس بېرته د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پيل کړې ده او په وروستي پرواز کې یې شاوخوا ۴۰ افغان کډوال بېرته کابل ته رالېږلي دي. په وروستیو کلونو کې په هېواد کې د ناسم اقتصادي او امنیتي وضعیت له امله زرګونه افغانان اروپايي هېوادونو ته کډوال شول چې ډېری یې جرمني ته لاړل. خو دغه هېواد د ټولو کډوالو له منلو ډډه وکړه چې په همدې لړ کې یې لسګونه کډوال بېرته افغانستان ته راولېږل.
































