پاکستاني او افغان چارواکي باید د سولې او ښو اړیکو جوړولو لپاره له رامنځ ته شوي فرصت استفاده وکړي. د مرکزي اسیا د څېړنو انستیتوت په یوه تحلیل کې ویلي دي په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې ښې شوې دي او ښه به وي چې پاکستان له افغان سولې سره صادقانه همکاري وکړي. سرچینه کاږي پاکستاني او افغان چارواکو ته په کار ده چې د سولې د راوستو او همدا راز ددواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا لپاره رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه کړي. په تحلیل کې راځي صادقانه او پر ګډو ګټو ولاړې اړیکې ددواړو هېوادونو په ګټه دي او پاکستان باید له افغان سولې سره پوره همکاري وکړي ځکه د افغانستان امنیت او ثبات ټولې سیمې ته پرمختګ او اقتصادي وده راوستلی شي.
































