المان وایي په کندوز کې د یوه هوایي برید د قربانیانو کورنیو ته تاوان نه ورکوي. د المان د اساسي قانون ځانګړې محکمې ویلي دوی په کندوز کې د هغه هوايي برید قربانیانو ته د تاوان نه ورکولو پرېکړه کړې ده چې په ۲۰۰۹ز کال کې شوی و. هغه مهال الماني ځواکونو له امریکايي پوځ د هوايي بریدونو غوښتنه کړې وه. دوی د تېلو پر دوو ټانکرونو چې ویل کېدل وسله والو طالبانو تښتولي دي هوايي بریدونه وکړل. په دې پېښه کې شاوخوا سل کسه ووژل شول چې اکثریت یې ملکي وګړي وو. المان وایي چې دا برید ایساف ځواکونو کړی چې ټول هېوادونه پکې شریک دي، نو ځکه یې دوی په یوازې ځان تاوان نه شي ورکولی. المان دغه راز وایي چې دا تاوان افراد نه شي غوښتی بلکې افغان حکومت کولی شي ددغه ډول تاوانونو د اخیستلو غوښتنه وکړي.
































