د ملي عوامي ګوند مشر او ملتپال سیاستوال اسفندیار ولي خان ویلي چې په سیمه کې د سولې ټینګښت لپاره د کابل- اسلام اباد ترمنځ ښې اړیکې اړینې دي. هغه زیاته کړې، افغان سوله په پاکستان کې د سولې په مانا ده او په وینا که چېرته پاکستان وغواړي افغانستان سولې ته رسېدلی شي. نوموړي ویلي، افغانانو تېرو څلوېښتو کلونو کې ډېرې نادودې لیدلې دي. هغه پر سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو غږ کړی دی چې د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې بریا کې خپل رغنده رول ولوبوي. اسفندیار دغه راز په پښتونخوا کې ډېرېدونکي ناامنۍ ته په اشارې ویلي چې د پښتنو په خاوره یو ځل بیا ترهګر سره منظمېږي او پاکستاني دولت ته په کار ده چې د ملي عمل پلان په بشپړه توګه عملي کړي.
































