د امریکا د کرونا وبا د کنټرول او مخنیوي مرکز د معلوماتو له مخې په دغه هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو شمېر تر درې لکه اوښتی دی. د یادې ادارې په خبره، امریکا کې تر دې دمه ۳۰۲ زره او ۹۹۲ کسان له کرونا وبا مړه شوي دي. د دغه بنسټ په خبره، یوازې په تېره یوه شپه او ورځ کې په امریکا کې پر کرونا ناروغۍ اخته دوه زره او ۹۶۰ کسان مړه شوي دي. په ورته وخت کې په دغه هېواد کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۱۶ میلیون او ۵۱۹ ته رسېدلی دی.
































