د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش وایي چې د امریکا دفاع وزارت د هغو نظامي تجهیزاتو په نظارت کې پاتې راغلی چې د ۲۰۱۷ کال څخه تر ۲۰۲۰ پورې یې د افغانستان حکومت ته تسلیم کړي دي سیګار یو راپور خپور کړی چې پکې د افغانستان د دفاع وزارت لخوا د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د یو لړ کشفي وسایلو، د لایزر په مرسته کنټرول کېدونکو بمونو، د شب بینو وسایلو په ګډون د ګڼو نورو وسایلو د ورکړې د پروسې او نظارت په اړه پلټنې کړې دي. د دغه راپور پر اساس سیګار وایي چې د امریکا حکومت باید د دغو دفاعي تجهیزاتو څخه د غلطې ګټې اخستنې او ګواښونو پلټنه وکړي. د راپور موندنې ښيي چې افغانستان ته د امنیتي لیږد د مشترکې قومندانۍ د ځینو امنیتي محدودیتونو له کبله د ۲۰۱۹ کال د مې میاشتې څخه د ۲۰۲۰ کال اپریل میاشتې پورې په دې نه دي توانیدلي چې د لګول شويو ۶۰ سلنه یې ارزیابي کړي. افغان حکومت ته هر ډول تسلیم کیدونکې وسلې او نظامي تجهیزات باید هر کال د امریکایي نظامیانو لخوا وارزول شي ترڅو د کارولو او تسلیمدو په اړه یې وضاحت موجود وي.
































