په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې دېبورا لاینز وایي، د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو لپاره یو خطر دی. نوموړې تېره ورځ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څلور میاشتنۍ غونډې ته وویل، دوحه کې د سولې خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی او دا خبرې باید له دمې وروسته د جنورۍ پر پنځمه نېټه بېرته پیل شي. نوموړې اندېښنه وښوده چې په تېرو څو میاشتو کې افغانستان کې پر ښځو، خبریالانو او مدني فعالانو بریدونه ډېر شوي دي. د یوناما مشرې د قطر په ګډون له یو شمېر هغو هېوادونو مننه وکړه چې د افغان سولې روانو خبرو کې ښکېل دي، او ټینګار یې وکړ چې د سیمې د ثبات لپاره افغانستان کې سوله اړینه ده. نوموړې وویل، ۲۰۲۰ کال د افغانستان لپاره یو حساس کال و، ځکه د دوحې تړون، د بین الافغاني مذاکراتو پیل او د جنیوا کنفرانس په څېر مهمې پېښې په کې وشوې، خو راتلونکی کال به تر دې هم مهم وي.
































