ملګري ملتونه د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې څلور زره ښوونځي جوړوي. د راپورونو له مخې دغه هوکړه د ملګرو ملتو او طالب استازو ترمنځ په دوحه کې ترسره شوې او ددې هوکړې له مخې طالبان به تر خپل واک لاندې سیمو کې دغې ادارې ته اجازه ورکوي څو زرګونه ښوونځي چې نجونې او هلکان به پکې زده کړې کوي فعال کړي. د طالبانو او یونیسف ادارې مسولینو ټلګراف ته ویلي، چې ددغو ښوونځیو مالي ملاتړ به د انګلستان او امریکا هیوادونه کوي.
































