د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا یونیسف وايي چې افغانستان کې امنیتي وضعیت ته په کتو ۲۰۲۰ کال افغان ماشومانو ته ګواښونکی کال و. د یادې ادارې د عامه اړیکو مسول فریدون ارین ویلي، چې ۳،۷ میلیونه افغان ماشومان د زده کړو نه محروم و چې سږ کال د کرونا وبا خورېدو وروسته یې کچه ۱۰ میلیونو ته ورسېده. هغه زیاته کړه چې په یادو ارقامو کې ۶۰ سلنه انجونې شاملې دي. ارین وايي چې په روان کال کې ۷۸۵ زره ماشومانو واکسینونه نه دي ترلاسه کړي او ۷۸۵ زره ماشومان چې عمر یې له پنځو کلونو کم دي له خوار ځواکۍ سره مخ دي. د یونیسف د وړاندوینې پر بنسټ په ۲۰۲۱ کال کې به ۲،۸ میلیونه افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ شي. یاده اداره وايي چې له دې کړاو سره د مبارزې لپاره یې له مرستندویو بنسټونو څخه ۲۱ میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي. له دې سربېره د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي چې د روانې جګړې تر ټولو ستر قربانیان افغان ماشومان او ښځینه دي.
































