د هیواد لومړۍ میرمن رولا غني وايي، چې د ولسي جرګې سویه تردې کچې ټیټه شوې چې دغه جرګه اوس د پېر او پلور په بازار بدله شوې ده. رولا غني په یوه تازه مرکه کې ویلي ولسي جرګې د پوهنې او ښځو چارو نوماند وزیرانو ته رایه ورنه کړه خو دغه وزیرانې به د پارلمان له تایید پرته هم خپلو کارونو ته دوام ورکوي. خو ولسي جرګې د هېواد د لومړۍ مېرمن دغه ادعا ردوي او وایي چې د دغې جرګې د ګومارنو لپاره پیسې معیار نه دی. نوموړې همداشان د موقت حکومت په اړه یوې پوښتنې ته چې ولسمشر غني ته د هغې مشوره څه ده وویل د لنډمهاله حکومت راتلو سره په افغانستان کې ټولې لاسته راوړنې له منځه ځي، نو ولسمشر غني ته یې مشوره داده چې دا ډول حکومت ونه مني. هغې ویلي، پر طالبانو باور نشي کیدای ځکه چې د دوی خبرې او عمل ډير توپیر لري.
































