کورنيو چارو وزارت وايي چې د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې چاودنه شوې چې ۱۵ تنه ملکي وګړي په کې وژل شوي او ۲۰ ټپيان دي. د دې وزارت وياند طارق ارين ويلي، نن ماسپښين شاوخوا دوه بجې د غزني د ګيلان ولسوالۍ د اغوجان سیمې په يوه کور کې د قرآن کريم د ختم مراسم روان وو چې له چاودېدونکو توکو ډک زرنج موټر په کې چاودېدلی دی. ده زياته کړې، په دې پېښه کې ۱۵ ملکيان وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپيان دي. خو د سيمې اوسېدونکي وايي، چې دغه پېښه د يوې ناچاودې سرګلولې د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده. دوی وايي، ماشومانو یوه ناچاوده مرمۍ د ریکشې والا ته د پلورلو لپاره ور وړې چې په همدې ترڅ کې نور ماشومان هم راټول شوي او مرمۍ چاودلې ده. د هغه په وينا، په دې چاودنه کې ۱۲ ماشومان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
































