د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، چې هند د پاکستان پر ضد د برید په فکر کې دی او که چېرې د دواړو هېوادونو ترمنځ جنګ کیږي نو د افغانستان د سولې پر بهیر به منفي اغېز وکړي. قریشي په متحده عربي اماراتو کې له خپل دوه ورځني سفر وروسته یوې غونډې ته ویلي، چې اسلام اباد د هند د بریدونه په اړه استخباراتي معلومات ترلاسه کړي دي او له نړیوالو سره یې دغه موضوع شریکه کړې ده. نوموړي وویل، چې د هند او پاکستان ترمنځ جګړه به په افغانستان کې د سولې پر بهیر منفي اغېز وکړي. هغه ویلي، د دې ذمه واري به د هندوستان پر غاړه وي. د قریشي په وینا هند د خپلو وګړو د پام اړولو په غرض په پاکستان برید کول غواړي. هغه په نړیواله ټولنه غږ کړی، چې هندوستان دې د هغه په وېنا په سیمه کې د بې ثباتۍ راپارولو نه منع کړي. هندي چارواکو د پاکستان د دغو ادعاوو په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.
































