د چاپریال ساتنې ملي ادارې د هغو فابریکو د تړلو ګواښ کړی چې معیاري سون توکي نه کاروي او یا یې فلټرونه، نه دي نصب کړي. ددغه ادارې د چارواکو په وینا کورنیو چارو وزارت سره په همغږۍ به د تېر ژمي په څېر د هغو کسانو او ادارو پر ضد چې چاپریال ته زیان رسوي قانوني چلند وکړي. کابل ښاریان وايي، حکومت د هوا د ککړتیا په مخنیوي کې کوټلي ګامونه، نه دي اخیستي او تر ډيره یې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی. نړۍ کې د ککړې هوا له کبله هر کال ۷ میلیونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې ډيرۍ یې ماشومان او د پاخه عمر خلک دي. کابل کې بیا د ککړې هوا له امله هر کال درې زره کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي او زرګونه نور په بېلا بېلو ناروغیو اخته کیږي.
































