د راپورونو له مخې نن سهار مهال د پروان په بګرام کې د امریکایي ځواکونو پر یوه ستره نظامي اډه د توغندیو برید شوی دی. د پروان د والي ویانده وحیده شهکار د برید د تایید تر څنګ وايي چې تر اوسه ددغه بریدونو د تلفاتو او احتمالي زیانونو په اړه معلومات نشته دي. د نوموړې په وینا پنځه توغندي د قلندرخېلو له سیمې پر بګرام هوايي ډګر توغول شوي خو اووه نور توغندي د پولیسو له لوري کشف شوي او خنثی شوي دي. تر دې وړاندې هم پر دغه هوايي ډګر د توغندیو بریدونه شوي وو، خو د وروستی برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی. بګرام په هېواد کې د امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو تر ټولو ستره نظامي اډه او هوايي ډګر دی چې له دې سیمې خپل ټول ماموریت تنظیموي.
































