امریکا وایي سوله افغانستان ته پراخ اقتصادي فرصتونه راوستلی شي. په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی له ټولو لارو په استفادې هڅه کوي افغانستان ته دایمي سوله راولي. نوموړي په هېواد کې د جګړو له امله د بېځایه شوو شمېر هم د اندېښنې وړ بللی دی او په خبره یې همدا چې سوله راشي نو افغانستان کې به پراخ اقتصادي فرصتونه رامنځ ته شي چې ورسره جوخت به د بېځایه شوو شمېر او کډوالي هم کمه شي. هغه هیله څرګنده کړې چې ژر تر ژره ښکېلې لورې دایمی اوربند ته سره ورسېږي او دلته روانه جګړه ختمه کړي.
































