د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ادعا کړې ده چې روسیه په ډېر څرګند ډول د امریکا پر دولتي بنسټونو سایبري بریدونو کوي. هغه زیاته کړې، داسې شواهد یې موندلي چې په دغه بریدونو کې د روسیې لاس لرل ثابتوي. پومپیو وایي، د دوی استخباراتي ډلې د دغو شواهدو د ثابتولو په هڅه کې دي او ژر به یې په اړه پوره معلومات له رسنیو سره شریک کړي. تېره اوونۍ کې د امریکا پر څو مهمو دولتي بنسټونو پېچلي سایبري بریدونه وشول چې د چارواکو په وینا ښایي بریدګرو ځینې معلومات غلا کړي وي. د بریدونو د مسوولیت ګوته هغه کې هم روسیې ته نیول کېده خو روسیې بیا دا راپورونه رد کړي دي.
































