په داسې حال کې چې جو بایډن په رسمي توګه د امریکا په تاریخ کې په تر ټولو جنجالي ولسمشرۍ ټاکنو کې ګټونکی اعلان شوی دی، د امریکا فعال ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې لا هم پایلې د منلو وړ نه بولي. نوموړي په وار وار په تېرو ټاکنو کې د خپل سیال ټیم په ګټه د پراخو درغلیو ادعا کړې ده خو ټولو قانوني مراجعو یې ادعاوې رد کړې دي. نوموړي په همدې تړاو تازه ټویټ کې یو ځل بیا ورته ادعا تکرار کړې او ویلي یې دي چې په ټاکنو کې د درغلیو پر ضد ستر اعتراضونه پر لاره دي. ټرمپ ویلي، دا تاریخي اعتراضونه به د ۲۰۲۱ میلادي کال د جنوري میاشتې په شپږمه نېټه په پلازمینه واشنګټن کې ترسره شي.
































