د ملګري ملتونو امنیت شورا د طالبانو پر وړاندې د بندیزونو د څارنې ډلې واک غځولی دی. دغې شورا د رایو په اکثریت د طالبانو او د هغو شرکتونو پر وړاندې چې له یادې ډلې سره مرسته کوي د دغه سازمان د څارنې ډلې واک تر یو کال پورې غځولی دی. یادې شورا د څارنې له ډلې غوښتنه کړې ده چې باید، طالبان او یو شمېر هغه شرکتونه چې له دغې ډلې سره مرسته کوي، تر قوي څار لاندې ونیسي او د بندیزونو د نه عملي کېدو په صورت کې یې په اړه اړین اقدامات وکړي. د ملګري ملتونو امنیت شورا دغه راز افغانستان کې د تاوتریخوالي د کچې پر لوړېدو هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
































