د ترکیې په یوه روغتون کې چاودنې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، دا چاودنه په پلازمېنه انقره کې په هغه روغتون کې شوې ده چې د کرونا ناروغۍ ناروغان پکې بستر وو. د ترکي چارواکو په خبره، په دې پېښه کې پر کرونا اخته اته ناروغان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي. تر اوسه څرګنده نه ده چې د چاودنې هدف څه و او چا کړې ده.
































