ولسمشر غني کورنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې چې د ښارونو د امنیت لپاره خپلې هڅې لا ډېرې کړي. تېره ورځ ناوخته ولسمشر غني د ویډیو کنفرانس له لارې د کندهار ولایت له ځایي چارواکو سره د خبرو پر مهال ددغه ښار د امنیت ارزونه کړې ده. نوموړي ویلي چې په کندهار کې وروستیو جګړو خلک زیانمن کړي دي او ځايي چارواکو ته یې له دوی سره د اړینو مرستو د ترسره کولو غوښتنه کړې ده. ولسمشر دغه راز د کورنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې چې د مشخصو او واضح پلانونو له لارې د ښارونو د امنیت په تامین کې خپلې هڅې ډېرې کړي او دغه راز له ولسوالیو سره هم خپلې اړیکې پراخې کړي څو د احتمالي خطرونو پر مهال پر وخت اقدامات ترسره شي.
































