کاناډا وایي چې ایران به د یوې الوتکې د ویشتلو له امله نړیوالې محکمې ته راکاږي. د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر وایي که ایران د اوکرایني الوتکې د وېشتلو په قضیه کې همکاري ورسره و نه کړي او د پېښې عاملین مجازات نه کړي نو ایران به نړیوالې محکمې ته راکاږي. د سرچینې په خبره په دې پېښه کې ډېری وژل شوي کسان کاناډايي وګړي دي او له اسنادو ښکاري چې ایران په قصدي توګه دغه ملکي الوتکه په نښه کړې ده. ایران تېر کال د امریکا تر څو توغندیزو بریدونو وروسته هغه اوکرایني الوتکه په نښه کړه چې د تهران له هوايي ډګره پورته شوې وه. په دې پېښه کې د ایرانیانو، اوکراینیانو، کاناډایانو او افغانانو په ګډون ۱۷۶ مسافر ووژل شول. ایران تر دې دمه له نړیوالو تحقیقاتو سره په دې اړه اړینه همکاري هم نه ده کړې.
































