کورنیو چارو وزارت ویاند وايي چې په کابل ښار کې په نننۍ چاودنه کې دروېشت کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې ترهګرو د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې چاودنه کړې چې له امله یې اته ملکي وګړي وژل شوي او پنځلس نور ټپیان دي. هغه دا نه دي ویلي چې چاودنه څه ډول رامنځ ته شوې او چا کړې ده. بلخوا د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي چې د پېښې سیمې ته ورغلی و، وايي په چاودنه کې نهه کسه وژل شوي او د شلو په شاوخوا کې نور ټپیان دي. اندرابي د خپلو خبرو په دوام د پېښې پړه پر وسله والو طالبانو اچولې ده او په خبره یې دغه ډلې د جګړې په ډګر کې ماتې خوړلې نو ځکه یې په ښارونو کې په دغه ډول بریدونو لاس پورې کړی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند هم وایي چې دوی به د ترهګرو پر ضد مبارزې ته ادامه ورکړي او اجازه نه ورکوي چې خپلو موخو ته ورسېږي. د طالبانو په ګډون تر اوسه هېڅ وسله والې ډلې ددغه برید مسوولیت نه دی منلی.
































