په جلال ابا او پل علم کې دوو بېلو چاودنو څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د راپورونو له مخې شاوخوا لس بجې د لوګر په مرکز پل علم کې په شهیدانو چوک کې چاودنه شوې چې یو ملکي وګړی یې ټپي کړی دی. په جلال اباد کې بیا پر یوه رنجر ډوله موټر د چسپکې ماین چاودنه شوې چې له امله یې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي. حکومتي چارواکو دغه پېښې تایید کړې دي خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي. د چاودنو مسوولیت هم کومې ډلې نه دی منلی.
































