ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ولسي جرګې د غړي خان محمد وردګ پر موټریز کاروان برید غندلی او زیاته کړې یې ده چې پر ملکي اهدافو بریدونه د سولې پروسه له ګواښ سره مخامخ کولی شي. خبرپاڼه کې له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو غوښتنه شوې ده چې پر ملکي اهدافو بریدونه ودروي. خبرپاڼه کاږي، طالبان دې د افغان حکومت، د افغانستان د ولس او نړیوالې ټولنې غوښتنې ته چې د تاوتریخوالي کموالی او اوربند دی ومني او په دې توګه دې په هېواد کې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي. د یادونې ده چې نن د کابل د پنځمې حوزې اړوند خوشحال خان سیمه کې د ولسي جرګې د غړي خان محمد وردګ پر موټریز کاروان موټربم برید وشو چې په پایله کې یې اته تنه ووژل شول او د نوموړي په ګډون یې ۱۵ نور ټپیان کړل. د برید پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
































