د کووېد-۱۹ضد واکسين جوړولو لپاره د چين د حکومت لخوا د ځانګړي شوي ټيم مسئول جنګ جونګ وی د ډسمبر په ۱۹مه نېټه د کرونا وبا په اړه د چين د حکومت په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، له کله نه چې چين د روان کال په جون کې په خپل هېواد کې د کووېد-۱۹ضد درې واکسينونو بېړنيو کارولو ته اجازه ورکړې ده، تراوسه څه باندې يو ميليون ډوزه واکسينونه ورکول شوي دي.
دی وایي، دغه واکسینو هيڅ د اندېښنې وړ جانبي عوارض نه دي رامنځته کړي. نوموړی وایي، دغه څه د یادو واکسینونو د خونديتوب ښکارندويي کوي. د دې ترڅنګ چين په تېره جولای میاشت کې په بهرنيو هېوادونو کې د خپلو واکسينونو د درېيم پړاو کلينيکې ازموينې پيل کړې او تر اوسه يې په بهير کې هېڅ کوم خنډ نه دی رامنځ ته شوی.
د چین د روغتيا ملي کمېټې د ناروغيو کنټرول څانګې مسئول څوی ګانګ په ياده مطبوعاتي غونډه کې وويل، اوس په هېواد کې د کرونا ضد واکسين د سرتاسري تطبيق چارې پيل شوې او لومړی به واکسينونه د وارداتي، عامه ترافيکي او طبي چارو کارکوونکو په ګډون اړمنو کسانو ته ورکول شي.
د نوموړي په خبره د واکسينونو توليد اندازې له زياتېدو وروسته به د ټول هېواد په کچه وویشل شي. په ياده غونډه کې چيني طبپوهانو همدارنګه وويل، هغو کسانو چې واکسينونه يې اخيستي دي، هم بايد طبي سپارښتنې جدي وګڼي او مراعت کړي ځکه تر اوسه دا نه ده معلومه شوي، چې کرونا ضد واکسینونه به څومره اغېزناک وي.
































