له اقتصادي بحران سره مخ پاکستان د روان ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له بهرنیو هېوادونو څخه څلور نیم میلیارده ډالر پوروړی شوی دی. پاکستان دا نوي پورونه د خپلو پخوانیو هغو د پرې کولو لپاره اخیستي دي، خو د دې پر ځای چې خپل پورونه ورباندې سپک کړي نور یې هم تاواني کړی دی. د اقتصادي چارو پاکستاني کارپوهان وایي، پاکستان تر بل هر وخت ډېر د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند په حکومت کې پوروړی شوی دی. د دوی په وینا که چېرته چین نه وای نو پاکستان به د سعودي او نورو هېوادونو تر فشارونو لاندې ساه ورکړې وه.
































