د تخار د والي پخوانی ویاند وايي ولسمشر ځکه له دندې ګوښه کړ چې په یوه برید کې یې د ماشومانو د وژل کېدو خبر ورکړی و. احمد جواد هجري وایي د تلې میاشتې په دېرشمه د تالقانو په مربوطاتو کې پر یوه جومات هوایي برید وشو چې په هغه کې د ماشومانو په ګډون دولس کسه ووژل شول. دده په وینا ددې خبر تر خپرولو وروسته د ولسمشر په حکم درې ورځې بندي و او بیا له بنده خوشی شوی دی. جواد هجري وایي اوس ولسمشر ځکه له دندې ګوښه کړی چې ګواکي ولې یې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپور ورکړی دی. هغه ټينګار کوي چې په خپله روغتون ته ورغلی و، ملکي وګړي یې په خپلو سترګو لیدلي وو نو ځکه یې دغه راپور خپور کړی و. د بیان ازادۍ بنسټونو هم د ولسمشر پر دغه کار ګڼې نیوکې کړې دي.
































