ناپېژانده وسله والې ډلې په عراق کې د امریکا پر سفارت د توغندیو برید کړی دی. د راپورونو له مخې یادې ډلې په پلازمینه بغداد کې پر شنه ساحه د توغندیو برید کړی چې درې یې د امریکا سفارت په شاوخوا کې لګېدلي دي. عراقي امنیتي چارواکي بیا وایي یو توغندی پر سفارت وربرابر شوی دی خو ددغه سفارت دفاعي سیستم خنثی کړی دی. تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی منلی. ددې تر څنګ ګڼ توغندي په هستوګنیزو سیمو، سړکونو او نورو ځایونو کې لګېدلي دي. دا لومړی ځل نه دی چې عراق کې د امریکا پر سفارت بریدونه کېږي بلکې تر دې وړاندې هم په ځلونو دغه سفارت تر توغندیزو بریدونو لاندې راغلی دی.
































