د کابل پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن سهار د دولسمې امنیتي حوزې به مربوطاتو کې پر یوه رنجر ډوله موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې چې له امله یې یو نظامي او یو ملکي وګړی ټپیان شوي دي. تېره ورځ ناوخته هم د کابل ښار د میرویس میدان په سیمه کې یوه چاودنه وشوه او امنیتي سرچینو ویلي وو چې په سیمه کې درې نور اېښودل شوي بمونه هم کشف شوي دي. تېره ورځ همدا راز د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې موټربم برید هم شپېتو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله. افغان حکومت ددې پېښو په اړه ویلي چې خپلو پلټنو ته به ادامه ورکوي.
































