د ولسي جرګې غړو د ولسمشر د مېرمنې رولا غني پر وروستیو څرګندونو توند غبرګون وښود. رولا غني څو ورځې وړاندې په یوه مرکه کې ویلي وو چې د افغانستان پارلمان د پلور او پېر په مرکز بدل شوی دی. د نوموړې موخه دا وه چې په ولسي جرګه کې وکیلان خپلې رایې پلوري او وزیران یې په پيسو پېري. د ولسي جرګې غړي وايي چې افغانستان په قانوني توګه د لومړۍ مېرمنې په نامه څه نه لري او نه هم داسې کوم حکمي بست شته دی له همدې امله نوموړې بې صلاحیته ده او په دولتي چارو کې یې لاسوهنې د منلو نه دي. ددوی په خبره رولا غني د ولسمشر مېرمن ده نو د ولسمشر له موقف په استفادې غیر قانوني او د ملي بنسټونو ضد څرګندونې کوي. دوی ټینګار وکړ چې اړوند ارګانونه باید د رولا غني پر څرګندونو څېړنې وکړي او اصلي مفسدین دې محاکمه کړي. د ولسي جرګې غړي وایي د لومړۍ مېرمنې په نامه د دفتر بودیجه دې و ارزول شي ځکه دغه دفتر کوم قانوني اساس نه لري، نو دا باید معلومه شي چې مالي لګښتونه یې له کومه ځایه راځي. وکیلان د رولا غني څرګندونو غوسه کړي دي او پر دې ټینګار کوي چې د نوموړې د څرګندونو په اړه باید قانوني مراجع پرېکړه وکړي. د وکیلانو په خبره دلته یو دیموکراتیک نظام دی خو رولا غني داسې فکر کوي چې دا شاهي نظام دی او ټوله کورنۍ کولی شي پر افغانستان واک وچلوي.
































